سیمهییزې سرچینې وايي چې په ننګرهار کې ناڅرګندو وسلهوالو یو سړی خپل کور کې په ډزو ویشتی او وژلی یې دی.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲مه، ویلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په ګوشتې ولسوالۍ کې شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له پر بنسټ، دا سړى محمد سراج نومېده.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده په ډاګه شوې.
په ننګرهار کې د طالبانو مسوولانو هم پېښه منلې ده.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
څو ورځې مخکې هم د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یوې مېرمنې له خپل پخواني ملګري سره په همکارۍ خپل خاوند وژلی و.