هر ګړې د کابل په وخت : 12:37 pm
ننې نیټه : 12-09-2025
تاریخ : 12-09-2025
ساعت : 12:37

ننګرهار کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله دوه کسان وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ننګرهار امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو ورونو ترمنځ شخړه را منځته شوې چې له امله یو کس خپل یو ورور او د هغه زوی په ډزو وژلي دي.د دغې امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دا شخړه هغه مهال را منځته شوې چې د دې کورنۍ غړي له ډېر پخوا د ځمکې پر سر پر لانجه و چې نن یې محکمه وه؛ خو محکمې ته له تګ وړاندې یې لفظي شخړه په فزیکي شخړه بدله شوې.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو ورونو ترمنځ شخړه را منځته شوې چې له امله یو کس خپل یو ورور او د هغه زوی په ډزو وژلي دي.

د دغې امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دا شخړه هغه مهال را منځته شوې چې د دې کورنۍ غړي له ډېر پخوا د ځمکې پر سر پر لانجه و چې نن یې محکمه وه؛ خو محکمې ته له تګ وړاندې یې لفظي شخړه په فزیکي شخړه بدله شوې.

نوموړي ویلي، یوه ورور د فزیکي شخړې پرمهال پر خپل بل ورور او وراره ډزې کړي چې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی زیاتوي چې د طالبانو سرتېري سیمې ته رسېدلي او د پېښې پر څېړنې او د عاملینو د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x