هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۱۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۱۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۴-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۱۱

نصیر فایق: مشروع حکومت ټولګډونه، ځواب ویونکی او د خلکو د ارادې پر بنسټ ولاړ وي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، مشروع حکومت هغه دی چې ټولګډونه، ځواب ویونکی او د خلکو د ارادې پر بنسټ ولاړ وي.

 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، مشروع حکومت هغه دی چې ټولګډونه، ځواب ویونکی او د خلکو د ارادې پر بنسټ ولاړ وي.
هغه پر طالبانو نیوکه کوي، چې د حکومت ډول او کړنې یې د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان خلک له سیاسي مشارکته محروم شوي، د بیان ازادۍ، مدني حقونه او عدالت ته لاسرسی په سیسټماټیک ډول ځپل شوی.

هغه په خپل یو خپور شوي بیان کې ویلي، نړۍواله ټولنه باید د ټولګډونه حکومتولۍ او د بنسټیزو ازادیو د حقونو ملاتړ لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

ښاغلی فایق وایي، چې افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولو سختو ټولنیزو او اقتصادي ناورینونه سره مخ دی.

د هغه په وینا، ښوونه او روزنه د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ اساسي بنسټ دی؛ خو په افغانستان کې دغه بنسټ په سیسټماټیک ډول له منځه وړل کېږي.

نصیر احمد فایق زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو جنسیتي توپیر نه یوازې بشري؛ بلکې اقتصادي ناورین هم دی.

د هغه په وینا، دا د اندېښنې وړ خبره ده چې طالبانو اوس ښځې او نجونې ان له طبي زده‌کړو بې برخې کړې دي چې دا به د افغانستان پر کمزوري روغتیایي نظام ناوړه اغېز وکړي او ستر ناورین به رامنځته کړي.

ښاغلي فایق زیاته کړې، د دغه بندیز له امله به په افغانستان کې د زرګونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ شي، د مېندو مړینه به زیاته شي او ښځې او ماشومان به له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.

هغه وړاندې ویلي، چې اوس‌مهال له یو مېلیون څخه زیات افغان ماشومان د فقر او اقتصادي سقوط له امله سختو او ګواښونکو کارونو ته اړ اېستل شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x