د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د کانکور د لسو مخکښانو د ستاینغونډې پر مهال زده کړیالانو ته وویل چې خپل دوست او دښمن وپېژنئ، د کفارو دسیسو ته متوجه اوسئ او د هغوی له افکارو ځانونه خوندي وساتئ.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ځوانانو روزنه په سالمه اسلامي عقیده د دوی مسؤلیت دی او باید زده کړیالان خپل وخت په ګټورو زدهکړو ولګوي.
په دغه غونډه کې د کابل پوهنتون رییس او نورو طالب چارواکو له مخکښانو وغوښتل چې په پوهنتون کې هم د ښوونځي په څېر هڅه وکړي او له ځانونو تکړه متخصصین جوړ کړي.
د غونډې په پای کې د کانکور لسو مخکښانو ته د ستاینې په توګه یو ـ یو لپټاپ ډالۍ ورکړل شو. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو له څلور کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې کړې او ښځینه زده کوونکو ته د کانکور په ازموینو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې
اړوندې لیکنې :