هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۲-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۲-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۱۶:۴۱
: 2

ندا محمد ندیم: هغه ملا چې د دین په تړاو د هرې پوښتنې ځواب لري «ګمراه» دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، هغه ملا چې د دین په تړاو د هرې پوښتنې ځواب لري «ګمراه» بلل کېږي. د هغه په خبره، ډاکټران باید ځانونه د «ګمراه» شویو ملایانو‌ په څېر جامع الکمالات نه کړي او باید یوازې په خپله تخصصي برخه کې کار وکړي. نوموړي دغه څرګندونې د غويي ۲۱مه، د کابل په طبي پوهنتون کې د زده‌کړیالانو په فراغت غونډه کې کړې دي. هغه زیاته کړه: «کوښښ وکړه، د خپلې وړتیا مطابق اجرات وکړه. زموږ علماوو څخه په دغه دیني برخه کې که یوه پوښتنه چا څخه وکړه او ده ځواب کړه خپله هم ګمراه دی او نور هم ګمراهان کوي.» د نوموړي په خبره، ډاکټران له خپل تخصص څخه دباندې هم د هر ډول ناروغیو درملنې کوي چې دا چاره ناسمه کړنه ده.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، هغه ملا چې د دین په تړاو د هرې پوښتنې ځواب لري «ګمراه» بلل کېږي.
د هغه په خبره، ډاکټران باید ځانونه د «ګمراه» شویو ملایانو‌ په څېر جامع الکمالات نه کړي او باید یوازې په خپله تخصصي برخه کې کار وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د غويي ۲۱مه، د کابل په طبي پوهنتون کې د زده‌کړیالانو په فراغت غونډه کې کړې دي.
هغه زیاته کړه: «کوښښ وکړه، د خپلې وړتیا مطابق اجرات وکړه. زموږ علماوو څخه په دغه دیني برخه کې که یوه پوښتنه چا څخه وکړه او ده ځواب کړه خپله هم ګمراه دی او نور هم ګمراهان کوي.»
د نوموړي په خبره، ډاکټران له خپل تخصص څخه دباندې هم د هر ډول ناروغیو درملنې کوي چې دا چاره ناسمه کړنه ده.
د طالبانو لوړو زده‌کړو وزیر له ډاکټرانو څخه غوښتي، چې د نړۍ په عصري سېسټم د جراحۍ ترسره کولو او درملنې له چارو سره ځانونه بلد کړي.
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو نجونې د طبي زده‌کړو په ګډون له هر ډول لوړو زده‌کړو څخه بې برخې کړې دي.
ندا محمد ندیم د نجونو د زده‌کړو په تړاو د خپل مشر ملا هبت الله له لوري د لګول شویو سختدریځه بندیزونو څخه خورا په جدي ډول ننګه کوي.
په بېلابېلو وختونو کې د نوموړي څرګندونې جنجالي شوې دي او تر نیوکو لاندې راغلې دي.
د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو په وار، وار د عصري زده‌کړو ضد څرګندونې کړې دي، چې په دې لړۍ کې د دغه ډلې د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي عصري علوم «مباح» بللي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x