بنیامین نتنیاهو د اسراییل له سیاسي-امنیتي کابینې سره تر څلور ساعته غونډې وروسته وویل، چې که حماس د شنبې تر ماسپښین پورې یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي، اوربند به پای ته ورسېږي.
نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د نه خوشې کېدو په صورت کې به د حماس تر بشپړې ماتې پورې اسراییلي پوځیان سختو جګړو ته بېرته وګرځي.
هغه زیاته کړه: «وروسته له هغه چې حماس اعلان وکړ چې د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول ځنډول شوی، هغه اسراییلي پوځ ته امر وکړ، چې خپل ځواکونه په غزه او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای کړي.»
بل خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم حماس ته خبرداری ورکړی، که چېرې ټول یرغمل شوي کسان د شنبې تر ورځې خوشې نه شي؛ نو د غزې اوربند به پای ته ورسوي.
دغه څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې حماس د یرغمل شویو کسانو خوشې کول تر نامعلومې مودې وځنډول.
حماس ویلي و، چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د غزې د اوربند له تړونه د اسراییل د سرغړونو له امله تر نامعلومې مودې پورې ځنډوي.
د حماس د دغې پرېکړې په غبرګون کې ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، که د شنبې په ورځ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې ټول اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې نه شي؛ نو وضعیت به له کنټروله ووځي.
د هغه په وینا: «که ټول یرغمل شوي کسان د شنبې په ورځ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې خوشې نه شي؛ نو زه به د اوربند د لغوه کولو غوښتنه وکړم او بیا به هرڅه پای ته ورسېږي.»
اړوندې لیکنې :
- ټرمپ حماس ته: که تر شنبې ټول یرغمل شوي کسان خوشې نه شي، د غزې اوربند به پای ته ورسوو
- حماس: راتلوونکې اوونۍ د اسراییل شپږ ژوندي یرغمل شوي او د څلورو مړي تل ابیب ته سپارو
- د جرمونو محکمې څارنوال د بنیامین نتنیاهو د نیولو غوښتنه کړې
- د حماس مشر: په غزه کې له دې حماس پرته د هر ډول ادارې جوړول یو خیال دی
- ټي ټي پي: حماس ثابته کړه چې ژوند په جهاد او وسله والې مبارزه کې دی