د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې هغه د متحده ایالاتو هغه وړاندیز ته «ژمن» دی چې له مخې یې د غزې تړانګه ونیسي او د دغې سیمې خلک بې ځایه کړي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې اسراییل دې غزه په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې نتنیاهو وویل، چې هغه د امریکا د ولسمشر د یوې نوې غزې د جوړولو پلان ته ژمن دی.
د اسراییل مشر دا ژمنه هم وکړه، چې «نه حماس او نه هم د فلسطین اداره» به د ۱۵ میاشتنۍ جګړې په پای کې پر دې سیمه حکومت وکړي.
خو له بل پلوه بیا د بشري حقونو ډلو د ټرمپ ادارې لهخوا د غزې د نیولو او د فلسطینیانو په زوره بې ځایه کولو هڅې د نړۍوال قانون څخه سرغړونه بللې.
ورته مهال د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کاټز د دوشنبې په ورځ وویل، چې هغه به له غزې څخه د فلسطینیانو د په خپله خوښه وتلو لپاره یو ځانګړی ریاست جوړ کړي.
د کاتز دفتر ویلي، هر هغه فلسطیني وګړی چې په خپله خوښه غزه پرېږدي؛ نو دوی به ورسره پراخه مرسته وکړي.
خو د ټرمپ دغه وړاندیز بیا د عربي هېوادونو لهخوا په پراخه کچه غندل شوی دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د فلسطینیانو د بې ځایه کولو لپاره هر ډول هڅې ردوي.
له بل پلوه د اوربند دویم پړاو د خبرو په اړه د اسراییل د حکومت د ښي اړخو غړو په ګډون د دغه هېواد د مالیې وزیر بیزلیل سموتریچ ویلي دي، که جګړه بیا پیل نه شي؛ نو دوی به د نتنیاهو له ټلوالې ووځي.
تر دې دمه د اسراییل ۱۹ یرغمل شوي کسان د اوربند د لومړي پړاو د یوې برخې په توګه خوشې شوي دي.
تمه کېږي، چې په دې پړاو کې ټول ۳۳ بندیان په وقفهیي توګه خوشې شي
نتنیاهو ویلي دي، که ټول بندیان خوشې نه شي؛ نو د دوزخ دروازې به پرانستل شي.
له بل پلوه د اسراییل لومړی وزیر د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خپلوانو او ملاتړو له دوامداره اعتراضونو سره مخ شوی دی.
دوی په وار، وار د اسراییل لومړی وزیر تورن کړی، چې په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو اترو د ناکامولو هڅه کوي او هڅه کوي، چې اوربند دویم پړاو ته ولاړ نه شي؛ ځکه چې هغه په حقیقت کې د خپلې ټلوالې ملګرو د خوشحاله ساتلو هڅه کوي