هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۹-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۹-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۰۲:۴۸
: 2

نبیل خواجه اصف ته؛ ستا په غاړه د ترهګرۍ زنځير تا د مډال په توګه غاړه کې اچولی و

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت نبیل د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف څرګندونو ته چې پاکستان یې پکې د ترهګرۍ قرباني بللی وو، په غبرګون کې لیکلي چې «ستا په غاړه کې د ترهګرۍ هغه زنځیر پاتې دی چې تا د مډال په توګه په غاړه کړی و». د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په ایکس د شوروي او امریکا ترمنځ جګړې اړوند لیکلي چې دغه جګړې ته د کفر او اسلام نوم ورکړل شو او اسامه بن لادن له همدې امله پاکستان ته صادر شو. نوموړي همدا راز پاکستان د ترهګرۍ قرباني یاد کړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد یوازې پاتې شو.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت نبیل د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف څرګندونو ته چې پاکستان یې پکې د ترهګرۍ قرباني بللی وو، په غبرګون کې لیکلي چې «ستا په غاړه کې د ترهګرۍ هغه زنځیر پاتې دی چې تا د مډال په توګه په غاړه کړی و».
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په ایکس د شوروي او امریکا ترمنځ جګړې اړوند لیکلي چې دغه جګړې ته د کفر او اسلام نوم ورکړل شو او اسامه بن لادن له همدې امله پاکستان ته صادر شو.
نوموړي همدا راز پاکستان د ترهګرۍ قرباني یاد کړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد یوازې پاتې شو.
خواجه اصف په ایکس لیکلي: «نن، هغه کسان چې موږ په ترهګرۍ تورنوي باید موږ ته ووایي چې اسامه بن لادن چا پاکستان ته راوست. ؟ څوک یې په خوا کې وو؟ دا په حقیقت کې د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ جګړه وه، او نوم یې جهاد و.
د اسلام او کفر ترمنځ جګړې ته د اړولو لپاره، د بن لادن په څیر خلک پاکستان ته صادر شول. او وروسته له هغه چې معنی څرګنده شوه، پاکستان یوازې پاتې شو. او موږ نن هم د دې ترهګرۍ او د هغې د تورونو سره مخ یو.»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د خواجه اصف څرګندو ته په ایکس لیکلي: «ګران خواجه اصف نه قدرتونو ګټه درلوده، او نه د خدای فضل پاتې شو؛ اوس ستا په غاړه کې د ترهګرۍ هماغه زنځیر پاتې دی، کوم چې تا به یو وخت د مډال په توګه اغوستې وې!»
د خواجه اصف څرګندونې وروسته له هغې رامنځته کیږي چې په هندي کشمیر کې د وسله والو لخوا د ۲۴ سیلانیانو له وژولو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او د متحده ایالاتو حکومت د هندوستان له حکومت سره په دغه پېښه کې د ودرېدو اعلان وکړ.
د خواجه اصف څرګندونې په کور دننه هم له سختو غبرګونونو سره مخ شوي او له نوموړي یې د ترهګري د ملاتړ په اړه سپیناوی غوښتی.
د سې شنبې په ورځ، جمو و کشمير په سيلاني سيمه پهلګام کې د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو کې ۲۶سيلانيان ووژل شول او ۱۲نور ټپیان شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x