روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۸

ناڅرګنده وسله‌والو په مېدان‌وردک کې یو ملا امام وژلی

په مېدان‌وردک کې سیمه‌‌ییزو سرچینو د جومات د یو ملا امام د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینو یکشنبه د وري پر ۱۹مه ویلي چې دا کس عبدالوکیل نومېده او ناڅرګندو وسله‌والو بیګاه شپه د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ په «چین‌زایوي» کلي کې په ډزو وژلی دی.

د سرچینو په خبره، کله چې عبدالوکیل جومات ته روان و، کور ته نږدې په ډزو ویشتل شوی چې وروسته وسله‌والو له سیمې پښې سپکې کړې دي.

تر دې دمه په مېدان‌وردک کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي.

په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي چې له کبله یې خلک اندېښمن دي.

بیګاه شپه د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د «ببرک څلورلارې» په سیمه کې د یوې کورنۍ درې غړي د چړو په ګوزارونو وژل شوي و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x