روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۵

ناپېژنده وسله‌والو په فاریاب کې ‌د جمهوریت یو سرتېری په ډزو وویشت

ځايي سرچينې وايي چې «ناپيژاندو وسله‌والو» په فارياب کې د تېر جمهوري نظام يو سرتېرى په ډزو ویشتی دی.

سرچینو رسنې ته منلې چې دغه پخوانی سرتېری «خاصو» نومېده او د شنبې ورځ، سلواغې پر ۲۱مه ماذدیګر مهال د المار ولسوالۍ په «غلبله‌» کلي وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېري ٣٥ کاله عمر لرلو و او شاوخوا اووه کاله يې د تېر جمهوري نظام د سيمه‌ييزو پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کړې وه.

طالبانو هم دغه پېښه منلې او ويلي يې دي چې «ناپېژانده وسله‌وال» ‌د دغه سړي له وژلو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

ورته مهال، طالبانو تر اوسه په دې اړه چې وژل شوی پخوانی سرتېری دی او کنه، څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پخوانيو دولتي سرتېرو د مرموزو وژنو شمېر زيات شوى دى.

د سلواغې پ  ۱۴مه د تېر جمهوري نظام یو سرتیری له ایرانه تر راستنیدو وروسته په پروان کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري وویشتل شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x