روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۱۹
: 2

ناپېژاندو وسله‌والو په ننګرهار کې یوه ښځه وژلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سرچینو ویلي چې دا پېښه سه‌شنبه د زمري پر ۱۶مه د ماسپښین شاوخوا ۳:۰۰ بجې د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحیې پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې ناڅرګندو وسله‌والو یوه ښځه وژلې ده.

سرچینو ویلي چې دا پېښه سه‌شنبه د زمري پر ۱۶مه د ماسپښین شاوخوا ۳:۰۰ بجې د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحیې پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال وشوه چې دا ښځه په یوې ریکشې کې د جلال‌اباد ښار پر لور روانه وه چې موټر سایکل سپرو پرې ډزې وکړې.

سرچینو ویلي چې بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي.
په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه ویلي نه دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

د روانې اوونۍ پر یکشنبې د نیمروز مرکز زرنج ښار په معصوم آباد سیمه کې د یو کس مړی موندل شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x