روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۳
: 1

ناپېژاندو وسله‌والو په فراه کې یو سړی په ډزو وواژه

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په فراه کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې ناپېژاندو وسله‌والو په دغه ولايت کې يو کس په ډزو وژلى دى.

په فراه کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې ناپېژاندو وسله‌والو په دغه ولايت کې يو کس په ډزو وژلى دى.

سرچينې شنبه د چنګاښ پر ۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا سړى تېره ورځ د فراه د خاک‌سفید ولسوالۍ اړوند په «خُسف‎‌خوالو» کلي کې په ډزو وژل شوى دى.

دا کس دادالله نومېده او تر اوسه د هغه د وژل کېدو لامل نه دی روښانه.

سرچینه زیاتوي چې ناپېژانده وسله‌وال د نوموړي کس له وژل کېدو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

طالبانو هم دا پېښه منلې او د څېړنو د پېل خبر يې کړی دی.

په دې وروستيو کې د هېواد د لوېديځې حوزې ولایتونه د جنايي پېښو د زياتوالي شاهدان دي.

په وروستۍ پيښه کې تېره ورځ په بادغيس ولايت کې يو ځوان په دار وځړول شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x