روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۵
: 1

ناپېژانده وسله‌والو په نیمروز کې یو کس وژلی

په نیمروز ځايي سرچینو د ناپېژانده وسله‌والو له لوري د یو سړي د وژلو خبر ورکړی دی.

دا پېښه سه‌شنبه د سلواغې پر ۲۴مه د زرنج – دلارام د لویې لارې اړوند په «داکو» سیمه کې شوې ده.

وژل شوی کس عبدالرحمان نومېده او ۴۶ کلن و.

تر اوسه د نوموړي د وژنې انګیزه روښانه نه ده.

طالبانو هم په دې اړه څه ویلي نه دي.

په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم جنايي پېښې شوې دي.

پرون په تخار کې د عبدالقهار په نوم یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x