روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۱۸
: 1

ناپېژانده وسله‌والو په سمنګان کې یو سړی په ډزو وژلی

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې ناپېژانده وسله‌والو په دغه ولایت کې یو سړی وژلی دی.

دا پېښه سه‌شنبه د سلواغې پر ۲۴مه د دره صوف پایین ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده.

سرچینو رسنی ته منلې چې دا کس شفیع‌الله نومېده او هغه مهال د ناپېژانده وسله‌والو تر برید لاندې راغی چې له خپل ورور سره د کور پر خوا رهي و.

په دې پېښه کې د شفیع‌الله ورور کلک ټپي شوی دی.

د سرچینو په خبره، دغه کس «ازاد» کاروبار کاوه او له چا سره یې شخصي دوښمني نه لرله.

یاده دې وي چې سه‌شنبه د سلواغې پر ۲۴مه هم د نیمروز د زرنج – دلارام د لویې لارې په اړوند یوې سیمه کې یو کس په ډزو وژل شوی و.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې د مرموزو وژنو کچه لوړه شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x