روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۱

نانسي فیزر: ډېر ژر به مجرم افغان پناه‌غوښتونکي وباسو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر وایي چې هېواد یې د مجرمو افغان‌ پناه‌غوښتونکو د اېستلو بهیر ته دوام ورکوي او ډېر ژر به نور کسان هم وباسي.فیزر دا څرګندونې چهارشنبه د اکتوبر پر ۹مه، د دغه هېواد په پارلمان کې کړې دي.هغې ټينګار کړی چې مجرم پناه‌غوښتونکي په جرمني کې ځای نه لري او هرو مرو به ایستل کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر وایي چې هېواد یې د مجرمو افغان‌ پناه‌غوښتونکو د اېستلو بهیر ته دوام ورکوي او ډېر ژر به نور کسان هم وباسي.

فیزر دا څرګندونې چهارشنبه د اکتوبر پر ۹مه، د دغه هېواد په پارلمان کې کړې دي.

هغې ټينګار کړی چې مجرم پناه‌غوښتونکي په جرمني کې ځای نه لري او هرو مرو به ایستل کېږي.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد ایالتونه د مجرمو پناه‌غوښتونکو د نوملړ د چمتو کولو په حال کې دي او د هغوی د دوسیو له څېړلو وروسته اېستل کیږي.

د هغو پناه‌غوښتونکو د ایستلو مسألې چې د جرمني حکومت په وینا په «ترهګریزو» بریدونو کې لاس لري یا له هغو ملاتړ کوي، په دغه هېواد کې له څو امنیتي پېښو وروسته زور اخیستی دی.

له دغو بریدونو وروسته، څو میاشتې وړاندې د جرمني حکومت د هغو بهرنیو وګړو د اېستلو د اسانه کېدو طرحه تصویب کړه چې له «ترهګرۍ» ملاتړ کوي.

د تصویب شوې طرحې له مخې، که یو بهرنی وګړی په «ترهګریز» برید کې لاس ولري یا له هغه ملاتړ وکړي، له جرمني به واېستل شي.

د ویلو ده چې تېره میاشت، جرمني په یوه الوتنه کې ۲۸ «مجرم» افغان پناه‌غوښتونکي کابل ته را استولي وو.

د جرمني دا اقدام د بشري حقونو د ادارو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

څو ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي وو چې جرمني باید دا کسان هغه هېواد ته ونه باسي چې له سختو بشري سرغړونو سره مخ دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x