روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۵

نامعلومو وسله‌والو په کندهار کې یو سړی او د هغه مېرمن وژلې

په کندهار کې ځايي سرچینو په دغه ولایت کې د یو نارینه او د هغه د مېرمنې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د سرچینو په خبره، دا پېښه یکشنبه د وري پر ۱۲مه شپه مهال د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په «غلامانو» کلي کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، ناڅرګندو وسله‌والو دغه سړی او مېرمن یې په خپل کور وژلي او جسدونو ته یې اور وراچولی دی.

د دې پېښې د لامل په اړه څه ویل شوي نه دي.

تر دې دمه په کندهار کې ځايي طالبانو هم څه ویلي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وورستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې جنايي پېښې زیاتې شوې دي.

د روانې میاشتې پر ۷مه د خوست په موسی‌خېلو ولسوالۍ کې غلو یو ځوان د چړو په ګوزارونو وژلی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x