روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۱۵

ناروې په رسمي توګه د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژانده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار استوره په رسمي توګه د فلسطین هېواد د رسمیت پیژندنې اعلان وکړ. استوره چهارشنبه د مې پر۲۲مه د یوې اعلامیې په خپراوي سره ویلي چې په منځني ختیځ کې د دوو «دولتونو» له رامنځته کېدو پرته به د سولې راتګ ناشونی وي.

د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار استوره په رسمي توګه د فلسطین هېواد د رسمیت پیژندنې اعلان وکړ.

استوره چهارشنبه د مې پر۲۲مه د یوې اعلامیې په خپراوي سره ویلي چې په منځني ختیځ کې د دوو «دولتونو» له رامنځته کېدو پرته به د سولې راتګ ناشونی وي.

د هغه په ​​خبره، د فلسطيني دولت په رسميت پېژندل د منځلارو ځواکونو د ملاتړ په مانا دی چې د جګړو د کموالي لپاره د خپلې دندې د ترسره کېدو په حال کې دي.

په اعلامیې کې د ناروې د لومړي وزیر په حواله راغلي: «موږ نورو هېوادونو ته یو قوي پیغام استولی څو له مونږ او اروپايي هېوادونو څخه الګو واخلي او د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.»

هغه ټینګار کړی: «د فلسطيني دولت په رسميت پيژندل کيدای شي د دوو دولتونو د حل بهير د بيا پيليدو لامل شي او هغې ته نوی شتاب ورکړي، ځکه چې د غزې جګړه د فلسطین د مسئلې د حل پر بنسټ سولې او ثبات ته د رسېدو پر اهمیت ټینګار لري.»

د هغه په ​​خبره، موخه یې د سیاسي پلوه د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړول دي.

ایرلنډي چارواکو هم ویلي چې ټاکل شوې د دغه هېواد دولت فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x