روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۵

ناروې د ۲۰ میلیونه کرونر ۱.۸ میلیونه ډالرو مرستې وکړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» له افغانستان سره د ناروې د ۲۰ میلیونه کرونر «۱.۸ میلیونه ډالرو» مرستې خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» له افغانستان سره د ناروې د ۲۰ میلیونه کرونر «۱.۸ میلیونه ډالرو» مرستې خبر ورکړی دی.

اوچا یک‌شنبه د وږي پر ۱۸مه په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې ناروې دا مرسته د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره کړې ده.

اوچا د ناروې له نوې مرستې څخه د مننې په څرګندولو سره ویلي دغه هېواد په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ١٨٩ ميليونه کرونر مرسته کړې ده.

اوچا تر دې مخکې ویلي و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ دی.

دغې ادارې تېره میاشت اعلان کړی و چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د اړتیا وړ ۳.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجې یوازې ۲۵ سلنه برابرې شوې دي.

اوچا هغه مهال له هېوادونو او مرستندويه بنسټونو غوښتي و چې په افغانستان کې د بشري ناورين د پاى ته رسېدو لپاره لا زياتې مرستې وکړي.

دغه نړیوال بنسټ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x