په افغانستان کې د مېلمه پالنه د خلکو د ژوند یو خوږ او زړه راښکونکی دود دی. هر څوک چې دې خاورې ته راشي، ډېر ژر پوهېږي چې افغانان له مېلمه سره د خپل کور د غړي په شان چلند کوي.
مېلمه دلته پردی نه ګڼل کېږي، بلکې د کور برکت ګڼل کېږي. که په کور کې وچ ډوډۍ هم وي، د خوږ مسکا او درناوي سره مېلمه ته وړاندې کېږي. خلک باور لري چې مېلمه د خدای رحمت راولي او د هغه راتګ د کور او زړه رڼا ده.
د افغانستان د ټولو قومونو ترمنځ، پښتانه له نورو زیات د مېلمه پالنې له امله نوم لري. د پښتنو په کلتور کې مېلمه لوړ مقام لري. کله چې څوک له لرې راشي، د کور خلک له زړه خوشحالېږي. د کور ښځې سمدستي کار ته لاس وهي، تازه ډوډۍ پخوي، چای دموي او دسترخوان تیاروي. د کور نارینه هم هر څه چې ولري، د مېلمه لپاره برابروي. پښتانه باور لري چې که مېلمه له کور څخه په خوښۍ ووځي، خدای هم پرې راضي وي.
پښتانه ډېری وخت د طبیعت په غېږ کې ژوند کوي؛ په غرونو، دښتو او کلیو کې چې د خاورې او تازه شېدو بوی ترې خېژي. ډېر پښتانه مالداران دي او د شېدو، مستو، دوغ او مکھن څخه ساده خو خوندور خواړه جوړوي. همدا وجه ده چې کله مېلمه راشي، لومړی شی چې ورته راوړي، ګرم چای او د تازه دوغ کاسه ده. د دوی یو مشهور متل دی: «کله چې غوا لرې، پاچا مېلمه کړه.» دا خبره دا مانا لري چې پښتانه تل غواړي خپل تر ټولو ښه شی د مېلمه لپاره وساتي، که څه هم خپله لږ لري.
په پښتني کلیو کې مېلمه تل ځانګړی ځای لري. کله چې څوک له لارې راشي، دروازه پرانستل کېږي، د کور کوچنی زوی ورته اوبه راوړي او د کور ښځه چای ورته تویوي. که د ماښام وخت وي، وریجې او غوښه یا ځایي کباب پخېږي. که په کور کې پسې وي، د مېلمه د خوشحالۍ لپاره حلالېږي. که څه هم څه نه وي، د ډوډۍ او مستو په یوه ساده خو مینه ناکه خوړنه سره داسې درناوی کېږي چې مېلمه ځان د خپل کور څښتن احساس کړي.
پښتانه باور لري چې مېلمه د خدای امانت دی. تر څو چې د دوی په کور کې وي، هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې هغه خفه کړي. که یو دښمن هم د پښتون کور ته پناه یوسي، تر هغې چې د هغه مېلمه وي، خوندي وي. دا چلند د پښتنو د ایمان او غیرت نه سرچینه اخلي.
په غرنیو او لرې پرتو کلیو کې لا هم داسې کورونه شته چې هر وخت یې دروازه د مېلمه پر مخ خلاصه وي، او د کور خاوند د خوشحالۍ په مسکا سره هرکلی کوي.
ډېره موده وړاندې، یو انګریز سیلانی الفیستون چې د پښتنو سیمو ته تللی و، په خپلو یادښتونو کې ولیکل: «پښتانه په مېلمه پالنه کې بېساري دي. دا خوی دومره د هغوی د ویاړ خبره ده چې که څوک مېلمه پال نه وي، هغه پښتون نه ګڼي.» دا خبره نن هم د خلکو په زړونو کې رښتیا ده.
پښتانه چې کله څوک کور ته راشي، د بدلې یا شکر تمه نه لري. هغوی یوازې دا غواړي چې مېلمه له خوږې خاطرې سره لاړ شي. د دوی په باور، مهرباني بې تمې او خالصه وي. مېلمه پالنه د هغوی د انسانیت او مېړانې نښه ده، نه د شتمنۍ.
په د افغانستان په کونجکونج کې لا هم داسې کورونه شته چې د سهار د چای دود یې له خټو دیوالونو پورته کېږي، او که مسافر له لارې تېرېږي، له دننه څخه غږ راځي: «خوش راغلې، راشه چې چای تازه دم دی!» دا غږ ساده دی، خو په زړه کې داسې تودوالی لري چې په ښارونو کې یې پیدا کول ګران دي. د دې خلکو په زړونو کې مینه او صفا شته چې د هېڅ شتمنۍ سره برابره نه ده. په هر پښتني کلي کې مېلمه تل عزیز دی، ځکه د دوی په اند مېلمه یوازې یو تېرېدونکی نه دی، بلکې د برکت، دوستۍ او انسانیت نښه ده.
اړوندې لیکنې :
- شېر افضل مروت: پښتانه له هندوستان سره د پاکستان د جنګ ټیکه داران نه دي
- طالبانو په نیمروز کې یو پخوانی پوځي وژلی
- په پاکستان کې یو پخوانی سرتېری د طالب چارواکي له خوا تر ګواښ وروسته وژل شوی
- طالبانو د لغمان د ولایتي شورا پخوانی مرستیال نیولی
- طالبانو په کابل کې د پکتیا د زرمت ولسوالۍ پخوانی ولسوال نیولی
- طالبانو په پکتیکا کې یو پخوانی قوماندان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی











