روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۳۵
: 2

مېرمن ګانیون، په کابل کې د یوناما سیاسي مرستیاله شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، جورجېت ګانیون په کابل کې د یوناما د سیاسي مرستیال په توګه ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، جورجېت ګانیون په کابل کې د یوناما د سیاسي مرستیال په توګه ټاکلې ده.

ملګرو ملتونو سه‌شنبه د وږي پر ۱۳مه په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې مېرمن ګانیون تر ۲۸ کلونو ډېر په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې، بشري حقونو او بشري مرستو په برخه کې کار کړی دی.

نوموړې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۵ پورې په ​​کابل کې د یوناما د بشري حقونو مدیره وه.

کاناډایۍ ګانیون له ۲۰۲۱ راهیسې د لیبیا په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې او په دغه هېواد کې د بشري مرستو د همغږۍ‌کوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

تر دې مخکې مارکوس پوتزل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د سیاسي مرستیال په توګه کار کاوه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x