روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۷

میلر د افغان ځواکونو په تړاو د کانګرېس وروستۍ ناستې په هکله له نظر ورکولو ډډه وکړه

یوه ورځ وروسته له هغې چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو او د امریکا پوځ د افغان همکارانو پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستنې په تړاو د څېړنې او ګواهۍ ورکولو په هکله ناسته وکړه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو له خبرو ویلو ډډه کړې ده.

متیو میلر د پنجشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۲مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د امریکا کانګرېس د استازو جرګه یې نه ده څارلې نو ځکه کوم نظر نه لري.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بایډن اداره د افغانستان د پخوانیو ځواکونو او په هاغه هېواد کې د امریکايي پوځیانو د پاتې ملګرو د ساتنې لپاره څه کوي، وویل: «زه له ټولو هغو شواهدو سره اشنا نه یم چې هلته وړاندې شوي، نو ځکه لېواله نه یم چې جزئیات او نظر وکړم.»

خو نوموړي ټینګار کړی چې طالبان باید عملي ګام پورته کړي او د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کېدو لپاره دې له ځپلو لاس واخلي.

له بلې خوا هغه امريکا ته د زرګونو ځانګړو ويزو غوښتونکو د غوښتنې په اړه ویلي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي څو دغه پروسه چټکه کړي او اوسمهال د هغو پخوانيو دوسيو په هکله چې پاتې دي، کار کوي.

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې تېره شپه د دغه هېواد پوځ د افغان همکارانو او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستنې په اړه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د کانګرېس یوه غړي براین ماسټ د بایډن حکومت له افغانستانه د امریکا پوځ د پخوانیو همکارانو او د دغه هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو د لېږد په هکله په دروغو تورن کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د پخوانیو افغان پوځیانو او د امریکا پوځ د پخوانیو همکارانو د نیولو، شکنجه کولو او وژلو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x