روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۴

میرویس عزیزي له سېلاب ځپلو هېوادوالو سره ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  افغان سوداګر میرویس عزیزي ویلي چې په هېواد کې یې له سېلاب ځپلو سره ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده. عزیزي شنبه د غويي پر ۲۲مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې ورور ته یې دنده ورکړې څو په بېړه بغلان ته مرستندویه ډله واستوي.

افغان سوداګر میرویس عزیزي ویلي چې په هېواد کې یې له سېلاب ځپلو سره ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

عزیزي شنبه د غويي پر ۲۲مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې ورور ته یې دنده ورکړې څو په بېړه بغلان ته مرستندویه ډله واستوي.

نوموړي لیکلي: «زه د دغې طبیعي پېښې زیانمنو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم، په پېښه کې اوښتو زیانونو ته په کتو مې پرېکړه وکړه چې له ټپيانو او زیانمنو شویو کورنیو سره د عزیزي بنسټ له خوا د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېړنۍ مرستې وکړم.»

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په بغلان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۳۰۰ کسان مړه کړي دي.

نوموړي بنسټ زیاته کړې چې سېلابونو څه باندې زر کورونه هم نړولي دي.

اخوا، د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې ځينو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ۸۵ کسان مړه کړي دي.

د نوموړي وزارت په خبره، دغو سېلابونو په بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، فاریاب، هرات او غور کې څه باندې ۱۰۰ کسان ټپيان کړي هم دي.

نن د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په اتو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، تالندې برېښنا او سېلابونو پېښېدو اټکل کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x