روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۲

مولوي عبدالکبیر: په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان دایمي څوکۍ طالبانو ته وسپارل شي

د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې سره په کتنه کې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ د سپارل کېدو غوښتنه کړې ده.

ارګ پنجشنبه د سلواغې پر ۱۹مه پر خپله ایکس‌پاڼه د مولوي عبدالکبیر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) له مشرې روزا اوتنبایوا ترمنځ د کتنې خبر وکړی دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې طالبان «له نړۍ سره د متقابل درناوي په رڼا کې مثبت تعامل» غواړي.

هغه زیاته کړې چې طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي او په خبره یې، باید په رسمیت وپېژندل شي.

نوموړي د نړیوالې ټولنې له لوري پر طالب چارواکو لږېدلي بندیزونه «ناعادلانه» وبلل او په خبره یې، دغو بندیزونو له نړۍ سره د تعاملاتو، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه نیولې ده.

هغه یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکل کېدو مخالفت ښودلی دی.

مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې سره په خبرو کې زیاته کړې چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او په وینا یې، دوی پورې اړه نه لري.

ورته مهال، روزا اوتنبایوا بیا د دوحې راتلونکې غونډه د افغانانو لپاره د بشري مرستو جلبولو او ثبات لپاره «ښه فرصت» بللی دی.

وروسته له هغې چې پر افغانستان طالبان یو ځل بیا واکمن شول، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ درې وارې په دغه سازمان کې طالبانو ته د دایمي استازولۍ څوکۍ د سپارلو پرېکړه وځندوله.

په دې موده کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق د دې استازولۍ چارې پرمخ وړي او د افغانستان په استازولۍ د دغه سازمان په غونډو کې برخه اخلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x