د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ازبکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې هڅه کوي منځنۍ او سوېلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک پرمټ ونښلوي.
د ارګ له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر یکشنبه د غويي پر ۲۳مه په کابل کې د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکموف په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي.
عبدالکبیر زیاته کړې چې طالبان د پانګونې په موخه بهرنیو سوداګرو په ځانګړې توګه ازبکستاني پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوې برابروي.
نوموړي د طالبانو او تاشکند ګډې هڅې د سیمې د ټيکاو ترڅنګ د اقتصادي ودې لپاره مهمې بللې دي.
په خبرپاڼه کې د محکموف له قوله راغلي چې نوموړي له افغانانو سره د مرستو او همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.
هغه زیاته کړې چې افغانستان ته د ازبکستان تخنیکي ډلې د راتګ موخه په دغه هېواد کې د اقتصادي فرصتونو موندل او د افغان – ټرانس رېل پټلۍ د عملي چارو پېل دی.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ازبکستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې له دې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.
په روانه میاشت کې د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې له افغان سوداګرو سره د ۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې.
اړوندې لیکنې :
- بهرامي: په افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا کې د اورپکو ډلو د تعامل بڼه پېچلې شوې ده
- د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي
- مولوي عبدالکبیر: طالبان په خبرو اترو باور لري
- مولوي عبدالکبیر: طالبان د سیمې او نړۍ د امنیت غوښتونکي دي
- مولوي عبدالکبیر: افغانستان عصري ښوونیز سیسټم ته اړتیا لري
- د طالبانو د اوسپنې پټلۍ سرپرست د «دوه اړخیزه پټلۍ همکارۍ» په موخه ترکمنستان ته سفر وکړ