روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۳

مولوي عبدالکبیر: له مسکو سره د طالبانو اړیکې کولای شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ لامل شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې له مسکو سره د طالبانو اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولای شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ لامل شي.ارګ یکشنبه د غويي پر ۱۶مه د مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ترمنځ له کتنې خبر ورکړی دی.

 د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې له مسکو سره د طالبانو اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولای شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ لامل شي.

ارګ یکشنبه د غويي پر ۱۶مه د مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ترمنځ له کتنې خبر ورکړی دی.

نوموړي د طالبانو او مسکو ترمنځ اړیکې «مهمې او دوستانه» وبللې او له روسیې پانګوالو یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ورته مهال، په خبرپاڼه کې د ژیرنوف له قوله لیکل شوي چې نوموړی له طالبانو سره د اړیکو پراختیا او همکارۍ ته لېواله دی.

له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخاییل ګالوزین ویلي و چې د طالبانو په رسمیت پېژندل د ټولګډوني حکومت له جوړېدو سره تړاو لري.

د یادونې ده چې روسیه په تېرو نږدې درېیو کلونو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او په کابل کې د دغه هېواد سفارت پرانېستی دی.

بل پلوه، له دې وړاندې طالبانو څو وارې خپل رژیم ټولګډونی بللی او ټينګار یې کړی چې په دې برخه کې د چا غوښتنې نه مني.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x