روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۱

مولوي عبدالکبیر: طالبان په خبرو اترو باور لري

له هغې وروسته چې طالبانو د دوحې په غونډه ګډون ونه کړ او هغه یې «ګټوره» ونه بلله، د طالبانو د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې په ډیالوګ باور لري.

ارګ سه‌شنبه د کب پر لومړۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې طالبان په ډیالوګ باورمند دي او غواړي هره مساله د خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ټولو هېوادونو اندېښنو ته «درناوی» لري او چمتو دي چې د خبرو له لارې یې اندېښنې ځواب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړه؛ خو له ورتګه یې ډډه وکړه.

بلخوا، پرون د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د دوحې غونډې په پای کې یوې خبري ناستې ته وویل چې طالبانو په دې غونډه کې د ګډون لپاره په یو لیک کې داسې غوښتنې ترې کړې وې چې په خبره یې، د افغانانو له نورو استازو سره یې د ملګرو ملتونو د خبرو اترو حق تر پښو لاندې کاوه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x