روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۳
: 1

مولوي عبدالکبیر: طالبان د سیمې او نړۍ د امنیت غوښتونکي دي

په افغانستان کې د القاعده شبکې د نویو روزنځایونو د جوړېدو په تړاو د ملګرو متلونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ډلې د راپور له خپرېدو وروسته، د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې دوی د سیمې او نړۍ د امنیت غوښتونکي دي.

د ارګ په ایکس‌پاڼه کې راغلي چې دا څرګندونې د طالبانو د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن پنجشنبه د سلواغې پر ۱۲مه پکتیا ته د خپل سفر په لړ کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان د افغانستان د «امن او ثبات» لپاره کار کوي او د سیمې او نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکي دي.

هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور «ناسم» بللی دی.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو متلونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي چې طالبانو له القاعده شبکې سره نژدې اړیکې ساتلې او دې شبکې په افغانستان کې اته نوي روزنځایونه هم جوړ کړي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د القاعده شبکې څلور روزنځایونه په پروان، غزني، لغمان او روزګان کې دي او په پنجشېر کې هم د وسلو یو زېرمتون جوړ کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x