روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۰

مولوي عبدالکبیر: افغانستان عصري ښوونیز سیسټم ته اړتیا لري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو له لوري په ښوونیز نصاب کې د بدلون په اړه د نیوکو او اندېښنو سره هممهاله د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې افغانستان یو عصري ښوونیز سیسټم ته اړتیا لري.

د طالبانو له لوري په ښوونیز نصاب کې د بدلون په اړه د نیوکو او اندېښنو سره هممهاله د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې افغانستان یو عصري ښوونیز سیسټم ته اړتیا لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې چهارشنبه د سلواغې پر ۴مه «د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده‌کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس» کې کړې دي.

د نوموړي په خبره، هېواد کې د عصري زده‌کړو داسې یو نظام ته اړتیا ده چې له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.

هغه زیاته کړې، طالبان له چین سره د واخان سړک نښلولو ترڅنګ په پام کې لري چې د ولایتونو ترمنځ نښلېدونکي سړکونه هم جوړ او ورغوي.

ورته مهال د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا هم په دې کنفرانس کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنۍ دیني او عصري زده‌کړې د «کیفیت» له اړخه کمزورې دي.

پر دې سربېره څه موده وړاندې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم ویلی و چې د ښوونیز نصاب «اصلاح» ته ژمن دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x