روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۳

منیژه صدیقي له اووه میاشتني بند وروسته د طالبانو له زندانه ازاده شوه

د ښځو حقونو یوې فعالې منیژې صدیقي ته نږدې سرچینې وايي چې طالبانو هغه له شاوخوا اووه میاشتني بند وروسته خوشې کړې ده.

د افغان معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ غړې لیلا بسیم  منلې چې منيژه صدیقي شنبه د وري پر ۱۸مه له پلچرخي زندانه ازاده شوه.

د نوموړې په خبره، منيژه صدیقي له ۵۰۰ نورو بندیانو سره له بنده خوشې شوې ده.

تر دې دمه د مېرمن صدیقي د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نه شته.

د یادولو ده چې منیژه صدیقي پروسږکال د تلې پر ۱۷مه طالب استخباراتي ځواکونو د هبت‌الله اخوندزاده انځور ته د اور ورته کولو په تور نیولې وه.

نوموړې تېره اوونۍ په پلچرخي زندان کې له یو شمېر رسنیو سره خبرو کې ویلي و چې په زندان کې شکنجه شوې نه ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x