هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۳۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۳۱-۰۱-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۳۱-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۲۲:۳۶
: 3

منیژه باختري: طالبان نړۍوال مشروعیت نه لري او هېڅ امر یې نه منم

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان له پرځېدلي جمهوري نظامه په اتریش کې پر دنده پاتې افغان سفیره منیژه باختري په نړۍ کې اوس د پخواني جمهوریت وروستۍ ښځینه استازې ده. هغې ویلي، طالبان نړۍوال مشروعیت نه لري او له همدې امله یې هغه هېڅ امر ته تسلیمېدونکې نه ده. نوموړې له اېنډپېنډینټ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې اروپایي ټولنه باید طالبانو ته مشروعیت ورنکړي؛ ځکه د دغه ډلې په رسمیت پېژندل د افراطیت، ښځو ته د حقونو نه ورکولو او ظلم ته قانوني بڼه ورکول دي. سره له دې چې طالبانو د هغې د منفکۍ حکم ورکړی؛ خو هغه د اتریش حکومت په تایید اوس هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د افغانستان له پرځېدلي جمهوري نظامه په اتریش کې پر دنده پاتې افغان سفیره منیژه باختري په نړۍ کې اوس د پخواني جمهوریت وروستۍ ښځینه استازې ده.
هغې ویلي، طالبان نړۍوال مشروعیت نه لري او له همدې امله یې هغه هېڅ امر ته تسلیمېدونکې نه ده.
نوموړې له اېنډپېنډینټ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې اروپایي ټولنه باید طالبانو ته مشروعیت ورنکړي؛ ځکه د دغه ډلې په رسمیت پېژندل د افراطیت، ښځو ته د حقونو نه ورکولو او ظلم ته قانوني بڼه ورکول دي.
سره له دې چې طالبانو د هغې د منفکۍ حکم ورکړی؛ خو هغه د اتریش حکومت په تایید اوس هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.
منیژې باختري په مادرید کې د یوې مرکې پر مهال ویلي: «مقاومت یعنې د ظلم پر وړاندې درېدل، نه دا چې بېرته جګړې ته ور وګرځو».
هغې زیاته کړې: «زه له طالبانو امر نه ‌اخلم. زما مشروعیت د طالبانو پورې نه دی تړلی. هغوی نه دننه په افغانستان کې مشروع دي، نه بهر».
په داسې حال کې چې ګڼ شمېر هېوادونو د طالبانو استازي د افغانستان په سفارتونو کې منلي، اتریش لا هم خپل کلک دریځ ساتلی دی.
باختري وايي، که څه هم نړۍوالې ټولنې د طالبانو تېرې کړنې هېرې کړې وې؛ خو د تېرو څلورو کلونو ظلمونه کافي دي، چې نړۍ ته وښيي دغه ډله بشري حقونو ته هېڅ ډول درناوی نه لري.
له باختري ترڅنګ نګیره میرداد هم چې په پولنډ کې د افغانستان سفارت مرستیاله وه؛ خو اوس یاد سفارت تړل شوی، له هغو ښځو ده چې د ګواښونو سره، سره لا یې هم د طالبانو خلاف خپل دریځ ته دوام ورکړی دی.
د هغې په خبره، له دې وروسته چې کابل سقوط وکړ، مالي مرستې پرې بندې شوې او اړ شوه چې د خپلې ناروغې لور لپاره له نورو سفارتونو د مرستې غوښتنه وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x