هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۹-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۹-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۰۱:۴۷
: 2

منځني ختیځ انسټیټیوټ: ۱۱۰ زره افغانان لا هم د امریکا ویزې ته په تمه دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د منځني ختیځ انسټیټیوټ د یوه تازه راپور له مخې، شاوخوا ۱۱۰ زره افغانان چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې پاتې دي، لا هم د امریکا د ویزې ترلاسه‌کولو یا خوندي هېواد ته د انتقالېدو په تمه دي. په دې راپور کې ویل شوي، دا ډېری هغه کسان دي چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې او د طالبانو د غچ‌اخیستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د منځني ختیځ انسټیټیوټ د یوه تازه راپور له مخې، شاوخوا ۱۱۰ زره افغانان چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې پاتې دي، لا هم د امریکا د ویزې ترلاسه‌کولو یا خوندي هېواد ته د انتقالېدو په تمه دي.
په دې راپور کې ویل شوي، دا ډېری هغه کسان دي چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې او د طالبانو د غچ‌اخیستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.
راپور زیاتوي چې نږدې ۹۰ زره نور افغانان دا مهال په دریمو هېوادونو کې ژوند کوي او که څه هم د امنیتي او اداري ارزونې پړاوونه یې بشپړ کړي، لا یې هم د کډوالۍ پروسه نه ده نهایي شوې.
د بشري حقونو سازمانونه د دغو قضیو د ورو بهیر له امله اندېښنه لري او خبرداری ورکوي چې د دغو افغانانو په زوره ایستل به د بشري حقونو ښکاره سرغړونه وي.
راپورونه همداراز ښيي چې ګڼ افغان کډوال د امریکا د کورني امنیت وزارت له خوا د ایستلو خبرداریونه ترلاسه کړي، چې د هغوی پر روان وضعیت یې وېره او ناهیلي خپره کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x