د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له پاکستان په زور د افغانانو د اېستلو په غبرګون کې د لاریونونو پیلولو خبره کوي.
نوموړی وايي، دغه لاریونونه د اپرېل پر ۱۵ په چمن ښار کې له سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنې سره په ګډه پیلوي او وروسته به نورو ښارونو ته هم وغځېږي.
ښاغلي پښتین پر خپل فیسبوک پاڼه له خلکو غوښتنه کړې، چې په دې لاریونونو کې ګډون وکړي.
منظور پښتین وړاندې ویلي و، چې له پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستل کېدو په غبرګون نن مازدیګر د جرمني په فرانکفورټ ښار کې هم لاریون کیږي.
د منظور پښتین دغه غږ داسې مهال کیږي، چې له پاکستان په زور د ایستل کیدونکو افغانانو لړۍ خورا چټکه شوې او د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې هره ورځ د زرګونه کسانو د ایستل کیدو خبرونه ترلاسه کېږي.
د یاد هېواد پولیسو د پنجاب په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو په نیول کیدو پسې کور په کور عملیات پیل کړي دي.
اړوندې لیکنې :
- په امریکا او اروپا کې د منظور پښتین د بندي کېدو په غبرګون کې لاریونونه وشول
- په هېواد کې وروستیو سېلابونو ته د پاکستان غبرګون: په دې سخت وخت کې له افغانانو سره ولاړ یو
- وروستیو نښتو ته د امریکا غبرګون: طالبان او پاکستان دې خپلو کې خبرې وکړي
- کابلوف: د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ایستلو وړاندیز پوتین ته وړاندی شوی
- مجاهد په کابل کې له خپل استوګنځي څخه د ګلبدین حکمتیار د ایستلو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل
- بې پولې ډاکټران: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو له پېلېدو اندېښمن یو