روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۸

ملګري ملتونه: په نړۍ کې څه باندې ۳۰۰ میلیونه انسانان د خوړو توکو له کمښت سره مخ دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې روان کال په نړۍ کې ۳۰۹ میلیونه انسانان د «خوړو توکو له شدید کمښت» سره مخ دي. نوموړي سازمان یک‌شنبه د غويي پر ۳۰مه یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په ۴۵ هېوادونو کې ۴۲ میلیونه انسانان «بېړني او یا له لوږې څخه په ترټولو بد» وضعیت کې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې روان کال په نړۍ کې ۳۰۹ میلیونه انسانان د «خوړو توکو له شدید کمښت» سره مخ دي.

نوموړي سازمان یک‌شنبه د غويي پر ۳۰مه یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په ۴۵ هېوادونو کې ۴۲ میلیونه انسانان «بېړني او یا له لوږې څخه په ترټولو بد» وضعیت کې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خبره، اقلیمي بدلونونه، شخړې، نابرابرۍ، بې وزلي او د کورونا ناروغۍ پایلې په نړۍ کې د دې خلکو د لوږې لاملونه دي.

راپور کې راغلي دي: «دې عواملو د اړمنو کسانو د لاسرسي لګښتونه چې په میلیونونو زیان منونکي خلک د خوړو خوندیتوب ته اړوي، زیات کړي دي. د خوړو نړۍوال پروګرام د لوږې له منځه وړلو لپاره د حل لارې موندلو لپاره فعالیتونه ترسره کوي.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، ۶۰ سلنه وږي انسانان په جګړه‌ځپلو سیمو کې ژوند کوي.

د ویلو ده چې تر دې دمخه د خوړو نړۍوال سازمان ویلي و، د افغانستان نږدې نيمايي نفوس یعنې ١٩.٧ ميليونه انسانان له لوږې سره مخ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x