روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۱

ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله ښځې او ماشومان په نامتناسب ډول اغېزمن شوي.دغه بنسټ دوشنبه د غويي پر ۳۱مه د افغانستان په ځينو شمال‌ختیځو ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو په تړاو یو راپور کې لیکلي چې په دې سېلابونو کې نارینه‌وو په عمومي ودانیو لکه جوماتونو کې پناه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله ښځې او ماشومان په نامتناسب ډول اغېزمن شوي.

دغه بنسټ دوشنبه د غويي پر ۳۱مه د افغانستان په ځينو شمال‌ختیځو ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو په تړاو یو راپور کې لیکلي چې په دې سېلابونو کې نارینه‌وو په عمومي ودانیو لکه جوماتونو کې پناه اخیستې وه.

د راپور په حواله، په ټپيانو کې د ښځينه‌وو شمېر لوړ و چې د ګرځنده روغتیايي ډلو له خوا یې د روانې میلادي میاشتې تر ۱۴مې درملنه وشوه.

د دغه راپور پر بنسټ، دمګړۍ د سېلاب ځپلو بېړنۍ اړتیاوې سرپناه، مالي او نغدي مرستې، خوراکي او ناخوارکي توکي او روغتیايي چوپړونه دي.

په راپور کې راغلي چې ښځې او نجونې ځانګړو روغتیايي کڅوړو، روغتیايي چوپړونو او مغذي موادو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دې لپاره چې په سېلاب ځپلو سیمو کې ښځې او نجونې مرستو ته لاسرسی او ښځینه کارکوونکو ته د فعالیتونو لار هواره شي، ځيني وړاندیزونه کړي.

نوموړي سازمان زیاته کړې: «د بشردوستانه اړتیاوو په ارزونه کې دې د ښځو خوندي ګډون ډاډمن شي چې په دې کې د ښځينه کارکوونکو لپاره په دښته کې د شپې تېرولو خوندي ځایونه یا سرپناه او دغه راز اړتیا ته په کتو د محرم لګښتونه دي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې وړاندیز کړی چې ښځو اړتیاوو ته په کتو دې په بېړنیو پناه ځایونو کې خوندي ځای، د اوبو رسولو شبکې او د تشنابونو په ګډون د روغتیا ساتنې اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې ده چې د هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه بغلان کې د وروستیو خونړیو سېلابونو په پاېله کې څه باندې ۳۱۰ کسان مړه شوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x