روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۴

ملګري ملتونه: وروستیو سېلابونو په افغانستان کې ۸۰ زره کسانو ته زیان اړولی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې په بدخشان ولايت کې د وروستیو سېلابونو د راوتلو په پایله کې لس کسان مړه شوي دي.نوموړي سازمان یک‌شنبه د غبرګولي پر ۶مه ویلي چې په وروستيو اوونيو کې په افغانستان کې ٨٠ زره کسان د سېلابونو له کبله اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې په بدخشان ولايت کې د وروستیو سېلابونو د راوتلو په پایله کې لس کسان مړه شوي دي.

نوموړي سازمان یک‌شنبه د غبرګولي پر ۶مه ویلي چې په وروستيو اوونيو کې په افغانستان کې ٨٠ زره کسان د سېلابونو له کبله اغېزمن شوي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خبره، په افغانستان کې زیات سېلابونه رامنځته شوي او د راپورونو پر بنسټ په بدخشان کې د انساني مرګ‌ژوبلې سربېره استوګنیزې ودانۍ او سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

ورته مهال، سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د سمنګان ولايت د روى دواب ولسوالۍ په مرکز کې د تېرې شپې سېلابونو په پایله کې لږترلږه ٢١ کورونه نړیدلي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه تللې ده.

تر دې دمخه په بدخشان کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولانو ویلي و چې د دغه ولايت د مرکز فيض‌اباد ښار د ۹مې ناحيې اړوند په «مورچک» کلي کې شنبه د غبرګولي پر ۵مه شپه مهال د سېلابونو راوتلو له په ترڅ کې د يوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x