روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۷

ملګري ملتونه: له پرېکړو د ښځو څنډې ته کول به افغانستان له هر ډول چانس څخه بې‌برخې کړي

د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر له پرېکړو د افغان ښځو پر ایستلو نیوکه کړې او ویلي دي چې دا به افغانستان له ناروین څخه د وتلو له هر ډول چانسه محروم کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر دا څرګندونې یکشنبه د کب پر ۲۰مه په خپله ایکس‌پاڼه کې کړې دي.

د دغه دفتر په خبره، له پرېکړو د افغان ښځو ایستل دا په ډاګه کوي چې د ښځو پر حقونو تېری، د هغوی د غږ غلی کول او له ټولنې د هغوی څنډې کول نه یوازې دا چې مجازات کېږي نه؛ بلکې لا نورمال کېږي.

له دې وړاندې د افغان ښځو او بشري حقونو وضعیت په اړه د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې له ښځو سره د طالبانو  ناوړه چلن له امله افغانستان هر کال تر یو میلیارد ډېر ډالر له لاسه ورکوي.

د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړې چې د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز د هېواد ټولو وګړو ته زیان رسوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x