د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي چې د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې ښځې ډېرې زیانمنې او اړمنې کړې دي.
یواېناېچسيار دغه څرګندونې شنبه د غويي پر ۸مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې بشري وضعیت د رسنیو له پوښښه لیرې او لا هم کړکېچن دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته ښځې له زدهکړو او کار څخه بې برخې کړې دي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام نن اعلان کړی چې په افغانستان کې هره میاشت شپږ میلیونه خلک خوراکي توکي او نغدې پیسې ترلاسه کوي.
دا مرستې د امريکا، جاپان، کاناډا، فنلنډ او سويډن په مالي مرسته وړاندې کېږي.
تر دې دمخه ملګرو ملتونو ویلي و چې سږکال به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
اړوندې لیکنې :
- ملګري ملتونه: که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې بشري مرستو ته اړتیا لري
- ملګري ملتونه: له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوو
- ملګري ملتونه: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۲۵۶ خبریالان نیولي
- ملګري ملتونه: په بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي
- ملګري ملتونه: افغانستان د اوبو کمښت له یوه قوي ناورین سره مخ دی
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي