روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۱۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۱۱

ملا برادر: هڅه کوو چې د اسلام دین له خرافاتو پرته او په سمه توګه تر خلګو ورسوو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ویلي چې دا ډله هڅه کوي تر څو د اسلام دین له خرافاتو پرته او په سمه توګه تر خلګو ورسوي او له همدې وجې یې ديني مدرسو ته پام کړی او په زده کړییز نصاب کې یې پام وړ اصلاحات راوستلي دي.

 

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ویلي چې دا ډله هڅه کوي تر څو د اسلام دین له خرافاتو پرته او په سمه توګه تر خلګو ورسوي او له همدې وجې یې ديني مدرسو ته پام کړی او په زده کړییز نصاب کې یې پام وړ اصلاحات راوستلي دي.

ده دا څرګندونې پرون سې‌شنبه، ۲۹ د لړم، له یو شمېر هندي او بنګلدېشي علماوو سره په لیدنه کې کړې دي. د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا لیدنه په کابل کې ترسره شوې.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته هڅه کړې چې په هیواد کې ديني او جهادي مدرسې زیاتې کړي؛ په داسې حال کې چې د نجونو او ښځو په وړاندې یې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلې دي، هغه اقدام چې د اسلامي ارزښتونو خلاف ګڼل کېږي. اسلامي هیوادونو او مسلمانو مشرانو بیا-بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقونو درناوی دې وکړي، خو دې ډلې تر اوسه دې غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د ملا برادر د دفتر په خبرپاڼې کې ویل شوي چې نوموړي له هندي او بنګله دېشي علماوو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو د ديني بنسټونو د پیاوړتیا تر څنګ د خلګو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هم هڅې کړې دي.

ده زیاته کړې چې لویي اقتصادي پروژې پیل شوې دي، له ګاونډیو هیوادونو، سیمې او نړۍ سره سوداګري پراخه شوې، په صنعتي برخه کې د پخوا په پرتله پرمختګونه شوي او زمینه برابره شوې چې پر ځان بسیا او له خارجي اړتیا خلاص اقتصاد را منځ ته شي.

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د مرستو د کمېدو له وجې په هیواد کې فقر او لوږه زیاته شوې او اوس مهال په افغانستان کې تر ۲۳ میلیون زیات وګړي مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۵ د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان شاوخوا ۶.۷ میلیارد ډالره بشري مرسته تر لاسه کړې ده.

د ملا برادر دفتر د نوموړي له خولې لیکلي چې د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې له امله یې د افغانستان اقتصادي وده ټکنۍ شوې ده.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د شریعت په رڼا کې له نړۍ سره د متقابلو ګټو پر اساس د سياسي او اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې. ده ویلي چې پر ځان بسیا افانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x