په پاکستان کې ځایي رسنۍ خبر ورکوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او دیني عالم مفتي منیر شاکر د پېښور په ارمړ سیمه کې د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی دی.
پر نوموړي نن شنبه، ۲۵ د کب، د پاکستان د خیبرپښتونخو ایالت د مرکزي ښار پېښور په ارمړ سیمه کې هغه مهال چاودنه وشوه چې نوموړی خپل جومات ته د مازیګر لمانځه ته روان و چې د مسجد په دروازه کې پرې ماین چاودنه کړې او وروسته یې د ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
مفتي منیر شاکر تر دې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي و چې د ده ژوند ته ګواښ دی او د پاکستان حکومت یې تورن کړی و چې د ده امنیت نه نیسي او نه ورته د وسلوالو ساتونکو د ساتلو اجازه ورکوي.
ښاغلی شاکر د خپلو دیني دریځونو او تعبیر له امله مشهور و او د ځینو دیني علماوو نیوکې او اختلافات یې هم راپارولي وو.
نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړی و او وخت پر وخت یې په پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې د حکومت پر پالیسیو هم نیوکې کولې.
ښاغلی شاکر په خپله پخوا د «لشکر اسلام» په نوم د یوې وسلوالې ډلې مشر پاتې شوی دی، خو د نوموړي له وروستیو دریځونو داسې څرګندېدله چې له خپلو پخوانیو کړنو لاس پر سر شوی دی.