د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي پخوانی مشر محمد معصوم ستانکزي ویلي، چې د طالبانو رهبري د افغانستان خلکو او نړۍ ته ثابته شوې، چې په کور دننه او نړۍوالو سره تعامل نه کوي.
د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي دغه پخواني مشر پر نړۍوالې ټولنې هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې نړۍوالو ورسره کړې ژمنې پوره نه کړې او هم ګاونډیانو غوښتل چې په افغانستان کې یو مشروع نظام سقوط وکړي، چې له امله یې اوس دوی له سخت حالت سره مخ دي.
نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو مشران د خپلو استازو خبرې نه مني او هغه ژمنې یې چې په قطر کې کړې وې، عملي کړي یې نه دي.
ستانکزي زیاته کړه: «که چېرې طالبانو په تېرو درېیو یا څلورو کلونو کې د مشروع نظام لپاره زمینه برابره کړې وای اوس به هېڅ ستونزه نه وه.»
د هغه په خبره، طالبانو د زور له لارې د افغانستان د نیولو زمینه برابره کړه، ځکه چې دغې ډلې غوښتل په نړۍواله کچه د افغانستان رسمیت له منځه ولاړ شي او دغه هېواد له یو بل ناورین سره مخ شي.
نوموړي پر طالبانو غږ وکړ، چې که غواړي په افغانستان کې د یو ناروین مخنیوی وکړي نو اړتیا ده چې د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابر کړي؛ خو که داسې ونه کړي د افغانستان بحران به لا پیاوړی شي.
نېږدې څلور کاله پوره کېدونکي دي چې پر افغانستان طالبان واکمن شوي او د واکمنۍ له پیله ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې پر دغې ډلې غږ کړی، چې په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي؛ خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي چې دا د دوی داخلي چاره ده.
اړوندې لیکنې :
- پرستو حکیم: نړۍ دې د طالبانو پر ځای د افغانستان له خلکو سره تعامل وکړي
- ستانکزی ډیکسن ته: د بینالافغاني ناستو د مؤثریت لپاره د مسوول اړخ په توګه د طالبانو حضور مهم دی
- مولوي عبدالکبیر له خلکو غوښتي چې له طالبانو ملاتړ وکړي
- د «ښځو حضور»؛ په سرپل کې طالبانو د یو تفریحي پارک دروازه د خلکو پرمخ وتړله
- د بشري حقونو فعالان: طالبانو د نجونو په برمته کولو سره د خلکو پت او عزت ته سپکاوی کړی دی
- فايق: د طالبانو په واکمنۍ کې د خلکو ترمنځ فکري امنيت او ذهني سکون نشته