روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۸-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۴

معترضې ښځې: نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره تعامل نه کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : یاد خوځښت سه‌شنبه د لیندۍ پر ۶مه ویلي په پام کې لري چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د روانې میلادي میاشتې تر پایه خپل احتجاجي کمپاین ته دوام ورکړي.

 

«د ازادۍ پر لور د ښځو خوځښت» پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له طالبانو سره تعامل پرې کړي.

یاد خوځښت سه‌شنبه د لیندۍ پر ۶مه ویلي په پام کې لري چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د روانې میلادي میاشتې تر پایه خپل احتجاجي کمپاین ته دوام ورکړي.

نوموړي خوځښت په یو پرېکړه‌لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره هر ډول سیاسي اړیکې پرې او په دوحه کې هم د دې ډلې سیاسي دفتر بند کړي.

د نوموړي خوځښت په خبره، نړیواله ټولنه دې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او د دیموکراتیکو ارزښتونو پر بنسټ بهیر څخه دې ملاتړ وکړي.

ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

اخوا، د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې ښځې او نجونې د کار او زده‌کړو په ګډون له خپلو ګڼو بنسټيزو حقونو بې‌برخې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x