روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۶
: 2

مسکو: روسیې ته د افغانستان د کرنیزو محصولات واردولو ته لېواله یو

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک وايي چې دوی لېواله دي څو د افغانستان کرنیز محصولات د دغه هېواد بازارونو ته ولېږدوي.د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، اورچوک دا څرګندونې جمعه د غويي پر ۲۸مه د «کازان» د ناستې په څنډه کې کړې دي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک وايي چې دوی لېواله دي څو د افغانستان کرنیز محصولات د دغه هېواد بازارونو ته ولېږدوي.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، اورچوک دا څرګندونې جمعه د غويي پر ۲۸مه د «کازان» د ناستې په څنډه کې کړې دي.

هغه په يوې خبري ناسته کې ویلي چې افغانستان تېر کال روسيې ته د انګورو او وچې مېوې صادرات پيل کړل او د روسيې بازار افغاني محصولاتو ته لېوال دى.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ټینګار کړی چې مسکو تمه لري څو روسیې ته د افغانستان صادرات نور هم زیات شي او د «ټرانسپورټ او اکمالاتو په برخه کې به هم اړیکې پراختیا ومومي.»

د روسيې او اسلامي نړۍ پنځلسم اقتصادي فورم د غويي له ۲۵مې تر ۳۰مې نېټې پورې د روسيې په کازان ښار کې پيل شوی دی.

دا کلنۍ ناسته د روسيې او د اسلامي همکاريو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، اقتصادي، علمي او تخنيکي، ټولنيزو او کلتوري اړيکو د پياوړتيا او همدارنګه د اسلامي مالي نظام د بنسټونو د پراختيا په موخه ترسره کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x