سیمهییزې سرچینې وايي چې په پکتیا ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.
سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې د دغه ځوان مړی له یوې ورځې نادرکۍ وروسته، د سېشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۷مه د څمکنیو ولسوالۍ په «چنارګي» کلي کې موندل شوی دی.
د سرچينې په وینا، دغه ځوان ٢٦ کاله عمر لرلو او د چړې په ګوزارونو وژل شوى دى.
دغه ځوان د ډنډپټان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.
طالبانو هم دغه پېښه منلې او ويلي يې دي چې دوی د پېښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو په موخه خپلې پلټنې پيل کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي.
د رسنی موندنې ښيي چې د پنجشنبې، مرغومې له ۵مې د روانې اونۍ تر یکشنبې پورې په تخار، هرات، هلمند، بادغیس او بلخ ولایتونو کې د مرموزو وژنو ۱۲ پېښې ثبت شوې دي.
د هېواد سیاسي شنوونکي او ولس په دې ډول پېښو کې طالبان په لاس لرلو تورنوي او زياتوي چې په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې ټولې مرموزې وژنې د «طالبانو له بهرنۍ کړۍ» څخه شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- په کندهار کې له ۲۸ ورځو وروسته د یو ماشوم مړی وموندل شو
- د ځانوژنې پېښو کې زیاتوالی: په فراه کې يوه ځوان ځانوژنه وکړه
- په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بامیان کې د ځانوژنې دویمه پېښه؛ یو ځوان هلک ځان زندۍ کړی
- د روژې پر لومړۍ ورځ شخړه؛ په پکتیا کې یو ځوان ووژل شو
- له صلاح الدین ایوبي څخه ترنن ورځې پورې د میړانی او زړورتیا رسم
- په افغان ځوانانو کې د ځان وژنې زیاتوالی