روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۳۳
: 2

محسن داوړ: د پښتنو د حقونو لپاره، لومړی باید د طالبانو په وړاندې مبارزه وشی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او د دغه هېواد د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ وايي، هر هغه څوک چې د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي، باید د طالبانو پر ضد مبارزه کې لومړی ګام پورته کړي.

د پاکستان د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او د دغه هېواد د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ وايي، هر هغه څوک چې د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي، باید د طالبانو پر ضد مبارزه کې لومړی ګام پورته کړي.

ښاغلي داور دا خبره د تېرې جمعې په ورځ د وږي ۹مه، پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي.

داوړ د پاکستان پښتنو ملتپالو ته، چې د طالبانو په وړاندې نرم دريځ غوره کوي، وويل، چې د طالبانو پر وړاندې له جګړې پرته د پښتنو حقونه نه شي تر لاسه کېدای. هغه زیاته کړه چې دوی باید د «افغانستان له تجربو» زده کړه وکړي.

د پاکستان د پارلمان دغه پخواني غړي ویلي، که څوک د طالبانو د دریځ د مشروعیت لپاره توجیه او بهانې لټوي، د پاکستان د پوځ پر ضد د دوی څرګندونې او بیانيې بې اساسه او دروغ دي.

نوموړي څرګنده کړه، چې دا ډول تګلارې نه يوازې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه نه ده، بلکې د مبارزې تر نامه لاندې د هغوى د حقونو د تر پښو لاندي کولو په معنا ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x