روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۲

مجاهد: په افغانستان کې د ښځو د حقونو موضوع له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې په افغاستان کې د ښځو حقونو موضوع له امریکا سره «هېڅ تړاو» نه لري.

مجاهد چهارشنبه د کب پر ۹مه د طالبانو تر واک لاندې له ملي راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې امریکا دې د غزې خلکو د ټولوژنې په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي.

د نوموړي په خبره، د افغان ښځو او نجونو حقونه «افغانستان پورې اړه» لري.

هغه زیاته کړې چې امریکا په غزه کې د اسراییلو له جنایتونو په ملاتړ، نړۍ ته خپله اصلي څېره په ډاګه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې بلینکن «د افغان ښځو اقتصادي ځواکمنتیا ایتلاف» تر سرلیک لاندې غونډه کې ویلي چې نړۍ د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده او په وینا یې، د هغوی حقونو او پرمختګ لپاره ګډ کار کوي.

نوموړي له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو په راګرځولو نیوکه کړې او زیاته کړې ده چې دا چاره د افغانانو د غوښتنو او هیلو خلاف ده.

د یادولو ده چې دا غونډه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او بوسټون پوهنتون په کوربتوب جوړه شوې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x