روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۴۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۴۹
: 2

مجاهد: د هبت‌الله له خوا د ۱۴۰۳ کال بودیجه توشیح شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  له دوه میاشتني ځنډ وروسته، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې مشر یې هبت‌الله اخوندزاده د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه توشیح کړه.مجاهد سه‌شنبه د غبرګولي پر لومړۍ په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا بودیجه له «هر اړخیز غور» وروسته توشیح شوې ده.

له دوه میاشتني ځنډ وروسته، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې مشر یې هبت‌الله اخوندزاده د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه توشیح کړه.

مجاهد سه‌شنبه د غبرګولي پر لومړۍ په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا بودیجه له «هر اړخیز غور» وروسته توشیح شوې ده.

نوموړي لیکلي: «د روان مالي کال په بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي، همدارنګه د سږکال مالي بودیجه هم لکه د تېر کال په څېر له خپلو کورنیو عوایدو چمتو شوې ده.»

مجاهد زیاته کړې چې د طالبانو مالیې وزارت به د تېر په څېر د سږکال مالي بودیجه هم د هېواد په مالي سیستم کې ځای پر ځای کړي.

نوموړي د دغې بودیجې په اړه نور جزییات ورکړې نه دي.

د یادونې ده چې دولتي کارکوونکو ته پر وخت د معاشونو نه ورکړې لامله له پراخو ستونزو سره مخ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x