روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۱۲
: 1

مجاهد د ریچارډ بېنټ راپور د دوحې راتلونکې ناستې په درشل کې د اذهانو د خرابولو هڅه بللې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو ځينو غړو په ځانګړې توګه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ راپور د دوحې راتلونکې ناستې په درشل کې د عامه اذهانو د خرابولو هڅه بللې. مجاهد چهارشنبه د غبرګولي پر ۳۰مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې په ملګرو ملتونو کې ځينې کسان هڅه کوي؛ څو په خبره یې، د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي. نوموړي د ریچارډ بېنټ راپور ته په اشارې هغه یوه ناکامه هڅه بللې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو ځينو غړو په ځانګړې توګه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ راپور د دوحې راتلونکې ناستې په درشل کې د عامه اذهانو د خرابولو هڅه بللې.

مجاهد چهارشنبه د غبرګولي پر ۳۰مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې په ملګرو ملتونو کې ځينې کسان هڅه کوي؛ څو په خبره یې، د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي.

نوموړي د ریچارډ بېنټ راپور ته په اشارې هغه یوه ناکامه هڅه بللې.

مجاهد زیاته کړې چې طالبان په ملګرو ملتونو کې د ځينو هېوادونو حمایوي دریځ ستايي او زیاتوي: «حقیقت دا دی چې له [طالبانو] سره باید مثبت او رغنده تعامل وشي.»

ریچارډ بېنټ پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۶مه غونډه کې د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړ او ویلي دي چې لا هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پراخ دی.

نوموړي په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او اړیکو له عادي کولو دې ډډه وشي.

طالبانو د دوحې په راتلونکې ناسته کې د ګډون تیاری ښودلی دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ پر ۱۰ او ۱۱مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x