د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر وايي چې افغانستان باید د «ترهګرو» پر خونديخونه بدل نه شي.
میلر سېشنبه د وري پر ۷مه د يوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې دوى په افغانستان او سيمه کې د داعش ګواښونو ته اندېښمن دي.
د هغه په خبره، امريکا د داعش خراسان ګواښونو ته «متوجه» ده او له خپلو متحدينو سره په ګډه کار کوي څو د دغو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې دا د طالبانو په ګټه ده څو د «ترهګرو ډلو» پر ضد مبارزه وکړي.
داعش خراسان، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان او سیمه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په وروستۍ پېښه کې د داعش یوه ځانمرګي بریدګر په کندهار کې د کابل بانک څانکې مخې ته یو شمېر طالب جنګیالي په نښه کړل چې په ترڅ کې یې ۴۵ کسان ووژل شول او ۵۶ نور ټپیان شول.
له دې پېښې وروسته د دغې ډلې غړو مسکو ته څېرمه د کنسرت پر یوه تالار برید وکړ چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۱۴۰ کسان ووژل شول.
دغو بریدونو د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو اندېښنې راپارولي دي.
اړوندې لیکنې :
- بلومبرګ: په سیمه کې وروستیو چاودنو لوېدیځ کې د داعش د برید په هکله اندېښنې زیاتې کړي
- امریکا په افغانستان کې د داعش د ودې لامل شوې؟
- مجاهد: داعش ډله په افغانستان کې د امریکا د حضور پرمهال رامنځته شوه
- د داعش په وړاندې پر همغږې هڅې د افغانستان لپاره د امریکا استازي ټینګار
- «د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» ناسته پېل شوه
- د افغانستان د خبریالانو مرکز د درېیو سیمهییزو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه