روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۳

متقي پاکستان ته؛ دا ځل به مو پر فضايي حریم تېری بې ځوابه پاتې نه شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له یوې روسي رسنۍ سره په تازه مرکه کې پاکستان ته خبرداری ورکړی که دا ځل به مو پر فضايي حریم تېری بې ځوابه پاتې نه شي. مولوي امیرخان متقي ویلي، د پاکستان له لوري د افغانستان د فضايي حریم نقض غندي او که د پاکستان پوځ بیا ځل د افغانستان پر هوايي حریم تېری وکړي، بې ځوابه به پاتې نه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له یوې روسي رسنۍ سره په تازه مرکه کې پاکستان ته خبرداری ورکړی که دا ځل به مو پر فضايي حریم تېری بې ځوابه پاتې نه شي.

 

مولوي امیرخان متقي ویلي، د پاکستان له لوري د افغانستان د فضايي حریم نقض غندي او که د پاکستان پوځ بیا ځل د افغانستان پر هوايي حریم تېری وکړي، بې ځوابه به پاتې نه شي.

 

امیرخان متقي زیاته کړې:« که د پاکستان حکومت د افغانستان هوايي حریم نقضوي یا یې نقض کړی دی، موږ دغه کار غندلی او ځواب مو هم ورکړی او که راتلونکي کې دغه کار تکراریږي، بیا یې هم غندو او ځواب ورکوو.»

 

پر افغانستان د پاکستاني چارواکو د تورونو لګولو په داوم تر ټولو تازه تور د دې هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې ولګاوه او یوځل بیا یې ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون د پاکستان د حکومت ضد ګڼې ډلې په افغانستان کې حضور لري، هغه څه چې اسلامي امارت یې ردوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x