روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۹

متقي: له هېڅ لوري سره د ټکر او شخړې غوښتونکي نه یو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې له هېڅ لوري سره د ټکر او شخړې غوښتونکي نه دي.

متقي دا څرګندونې نن دوشنبه د سلواغې پر ۹مه په کابل کې«د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» ناستې ته کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو په وار وار پر مثبت تعامل ټينګار کړی دی.

هغه زیاته کړې: «د دې پر ځای چې د حکومتولۍ نسخې وړاندې شي او د نظام بڼې ته ګوته ونیول شي، ښه به وي چې د ګډو ګټو پر بنسټ تعامل وشي.»

د متقي په خبره، افغانستان د یوناما په شتون کې د ملګرو ملتونو بل ځانګړي استازي ته اړتیا نه لري.

متقي زیاته کړې چې طالبان تیار دي د اندېښنو او ګډو مسایلو په اړه له سیمه‌ییزو او نړیوالو خواوو سره خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې چې د نړۍ هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې طالبان «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» ناسته کې د څو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو کوربتوب کوي.

د دې ناستې موخه، د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت د جوړېدو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث ښودل شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x